1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: د کډوالو پروړاندي جرمونه لږ سوي دي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۰, پنجشنبه

د آلمان د حکومت د لومړنیو موندنو له مخې، د ۲۰۲۴م کال په لومړۍ ربع کې د کډوالو د استوگنځایونو پر وړاندې د سیاسي انگیزې په لرلو سره د جرمونو شمیر یو څه لږ سوی دی.

https://p.dw.com/p/4ffAx
Deutschland I Gemeinschaftsunterkunft für Geflüchtete in Berlin-Spandau
آرشیف: د برلین په شپانډاو کی د مهاجرو یو کمپانځور: Frederic Kern/Geisler-Fotopress/picture alliance

 

د آلمان د رسنيو ډلي (RND) د راپور له مخي، دغه خبره د آلمان په پارلمان کي د کیڼ اړخي استازې کلارا بیونگر، یوې پوښتني ته د دغه هیواد د حکومت له جوابه څرگندیږي.

د رپوټ له مخي چارواکو د روان کال له جنورۍ مياشتي څخه تر مارچ مياشتي پوري د سیاسي انگیزې په لرلو سره ۳۱ جرمي پیښې ثبت کړي دي چي پکښي په مستقیم ډول د کډوالو استوگنځایونه په نښه سوي دي. د تیرکال په لومړۍ ربع کي دغه  رقم ۴۳ وو.  

د جرمني حکومت همدارنگه د مهاجرو تر استوگنځایونو علاوه، د مهاجرو او پناه غوښتونکو پر وړاندي د سیاسي انگیزې په لرلو سره ۲۲۳ نوري پیښي هم ثبت کړي دي، چي پکښې ۳۱ یې له زورزیاتیو سره مل وې.

تر دې مخکي ربع کي لا چارواکو د سیاسي انگیزې په لرلو سره ۵۳۸ پیښې شمیرلي چي له هغو څخه ۵۸ یې د زورزیاتیو پیښې وې.

بیونگر، نوموړي آلماني شبکې ته وویل: «دغه شمیرې بیا هم د جرمونه په هکله د خبرداري د کمیدو په معنی نه دي، د تجربو له مخي د پیښو د وروسته ثبتیدو امکان هم موجود دی.»

دآلماند حکومت د اروزونو له مخي تیر کال د مارچ مياشتي تر ۳۱مي وروسته هم نورې دا ډول پښې ثبت سوي وې.

بیونگر ټینگار وکړ: «بیا هم د پخوا په شان له تبعیضه ډک بریدونو شمیر خپل اوج ته رسیدلی دی.» د هغې په خبره « په آلمان کي هره ورځ مهاجر له دښمنیو سره مخامخ کیږي، هغوی توهین کیږي او له فزیکي بریدونو سره مخامخ کیږي.» دا یوه رسوايي ده.

GP/NZ/AG